راځئ چې ړنګ کړو د نفرت برجونه
چې شي ودان د محبت برجونه
په هره خوا کې چې رڼا خوره شي
هلته به جګ شي د الفت برجونه
د احتساب وختونه بيا غواړمه
چې کړم آباد بيا د غيرت برجونه
هله به ليکم په سرو شونډو غزل
چې پښتون پريږدي د غفلت برجونه
جنت ته زه هم رسيدل غواړمه
ځکه تړم د عبادت برجونه
زړه مې خوږیږي پسرلیه یاره
چې مې ورانیږي د عزت برجونه
1 Comments
اگر آپ اس غزل کے شاعر کا نام جانتے ہیں، تو براۓ مہربانی کمینٹ بوکس میں ہمیں بتائیں. تاکہ ہم اس غزل کو اپنے شاعر کے نام سے منسوب کریں. شکریہ
ReplyDeletePost a Comment