دَ لـويـو لــويــو قــدرتــونــو ربــه
يـو تمنــا ده اورېـــدے شــې کنــه
ستا دَ سکڼی سکڼی ماښام نه لوګے
دَ چا دَ زړۀ لوګے لېدے شې کنه
ستا دَ سېلو او طوفانونو پۀ مخ
يو اسوېلے دے درلېږل ئې غواړم
ستا دَ چپو چپو سېندونو پۀ نوم
لېمۀ راډک شو سَسَؤل ئې غواړم
هسې نَه؛ اُف لۀ خلې وېستل کفر شی
هسې نَه؛تاته مو ژړېدل کفر شی
ستـا دَ جنــت دَ نعمتـونـو نـه ځـار
زۀ دلتـه اوږی پـۀ جهــان ژاړم
ستـا دَ دوزخ لـــۀ لَـــړَمـــآنـــو تـوبــــه
زۀ دلتــــه دا لَــړَمــانـــان ژاړم
دلته دَ ګېډې دوزخ تش ګرځــوو
هلته شو ستا دَ دوزخونو خشاک
دلتـــه دَ دغــه کســابــانــو خــوراک
هلتـــه دَ هغـــه خامـارانو خـوراک
نۀ مو ځان تور کړو او نۀ سپېن پاتې شُو
نــۀ دَ دنيــــا شــو نــــۀ دَ ديــــن پاتــــې شـــو
ستا دَ سنګېنو فَېصلـو نه قربان
ؤلې حَېران يم؛ کوم قانون ؤمنم
تۀ خو دې خپل قارون پۀ زمکه منډې
زۀ دې پۀ سر باندې قارون ؤمنم
ستـا پــۀ رضــا زمــا رضــا ده ربــه!
کاڼــے هـــــم نفــس پــورې تړلے شمه
چې بل ښامار پۀ خزانو ووينم
آخــر انسـان يـم؛ څـنــګــه غــلے شمه
راډک شــــــو زړۀ اېســارَؤلــے نــۀ شـــــم
خلـۀ مــاتـــه ښـــه ده خـــو ګنـــډلـــے نـــۀ شـــم
ستا دَ جنت پۀ طمع طمع چې مری
دَ هغه اوږو پۀ سلګو مې قسم
پۀ دې دوزخ کښې ئې نور نۀ شم لېدے
ستا دَ رضوان پۀ منارو مې قسم
يا خو دَ زمکې پۀ دې ارته سينه
ماته خپل ژوند زما جنت راکړه
يا دَ نهر دوزخی مرګ نه مخکښې
دَيوې چغې اجازت راکړه
چې دا ستا اوږی ستا پۀ خوان ماړه کړم
يا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم
0 Comments
Post a Comment