چې کشمالي لرم لونګ لرمه
بیا به نو څنګه زړۀ بدرنګ لرمه؟
د ښاپیرو مې هم نظر مات کړی
زه نظر پاڼه رنګ په رنګ لرمه
څه چاپیرچل کښې د وحشت لمبې دي
هم په وجود کښې مې یو جنګ لرمه
څومره چې ځان سپینؤم لا توریږم
په کور دننه چې اورنګ لرمه
ځکه راځي زما شمله ټيټوي
دومره مې ویلې دي چې ننګ لرمه
یو وخت وو تېر شو زه د کار سړی ووم
خو وس مې ټولې تورې زنګ لرمه
د نۀ راتلو یې ښه بانه موندلې
وایې په پښو باندې اترنګ لرمه
پښتو نعرې کړې، زیـــریه ما سینګار کړه
زه له مودو په تا قلنګ لرمه
0 Comments
Post a Comment