مينې! څه نيمګړې مرتبه دې راله راکړه
زړۀ دې راله رانکړو او خله دې راله راکړه
يو خوا دې د حسن تنده غړے نظر راکړو
بل خوا ته بې کېفه نظاره دې راله راکړه
(غواړم چې شي ټوله دنيا مينه، مينه، مينه)
وخته که څه داسې دم درهه دې راله راکړه
ژونده پوهه نه يم دا دې سود که بې سودي ده
لاړه چې ځواني نو آئينه دې راله راکړه
زۀ او شيرينئ؟ د محبت قصه شوه ورانه
زۀ څۀفرهاد نه يم چې تېشه دې راله راکړه
هسې هم د هوش سره په لاره د تلو نه ووم
شکر دے د خپل حسن نشه دې راله راکړه
ډېر که هم لفاظ يم خو الفاظ راسره نشته
دا په کومه غېږه کښې دمه دې راله راکړه
زۀ دې د الفت د تقاضو سره اشنا کړم
درده! خدائے دې ښه کړه حوصله دې راله راکړه
شکر دے شاکر دې پرې د سيالو سره سيال کړو
شکر دے د مينې وظيفه دې راله راکړه
0 Comments
Post a Comment