دا سومره غټ سړي وو دہ واړو سره عادت شو
په تا چي شو مئين دہ ليوانو سره عادت شو

چي تل به ئي دہ ميني او دہ مئينو نه نفرت وو
په زړه باندي داغي شو دہ قيصو سره عادت شو

دي کلي ته به نه رتلو په ښار باندي مئين وو
رسوه چي شو په ښار کښي دہ مئيرو سره عادت شو

اوس هغه ليواني به دي په ژوند چرته رانشي
اخته دي په خپل ځان کړو دہ نشو سره عادت شو

چي شرنګ او شرنګارنه وي ماله خوب نه راځي ګله
ښکاريږي جوړي زړه مي دہ بنګړو سره عادت شو

يو قبر ته ولاړه وه سه دہ رنګه ګويا وه
ساده باده "اتل" مي دہ تيارو سره عادت شو