دا شاعره دا اوستاده دا فنکاره جینۍ څوک ده؟
دا د زړونو قتلونکي دا خونکاره جینۍ څوک ده؟

غزلبوله سندربویه د نغمو له شوره جوړه 
دا د کلي انجونو میرا چمبه ماره جینۍ څوک ده؟

دا پستې پستې خبرې څه خوږې لکه شکرې 
د ګودر په غاړه ناسته ټپه ماره جینۍ څوک ده؟

دا مغروره تکه توره ړنګه بنګه لکه بانګه 
چې یارۍ ته غاړه نږدي دا هوښیاره جينۍ څوک ده؟

دا شوخکه دا لاشمکه دا چالاکه دا غټ سترګي 
نرۍ جګه دنګه ونه دا مکاره جینۍ څوک ده؟

دا چې زانګي په اتڼ کې او ماتیږي په اتڼ کې
د پښتو په دود کې ډوبه دا خماره جینۍ څوک ده؟

وایي مړ د اخلاقي شي چې وطن ځینې خالي شي
د خوږ ژبي خوږې ژبې کړه بیماره جینۍ څوک ده؟