ګوره دا کار دے هډو خه نه دے دا مه کوه خه
په ځان ګوزار دے هډو خه نه دے دا مه کوه خه
ته خو په خپله باندى خپل غزت په خپله خرڅي
د نن اعتبار دے هډو خه نه دے دا مه کوه خه
بچيه لاړ شه مدرسى ته خه سړى به جوړ شى
د خان بيګار دے هډو خه نه دے دا مه کوه خه
ما اوريدلى چى پيسو د پاره وينى تويي
دا يو روزګار دے هډو خه نه دىے دا مه کوه خه
پښتون مدام د دى دطن د پاره سر ورکړى
ده نه انکار دىے هډو خه نه دے دا مه کوه خه
ستا داسى کومه مجبورى وه چى رسوا ئ کړلى
دا سور انګار دے هډو خه نه دے دا مه کوه خه
فخرعالم وايئ ته هم د چا عزت يئ په خپل کور کينه
ګرم بازار دے هډو خه دے دا مه کوه خه
0 Comments
Post a Comment