تنهاي دې له  ما  څنګ څومره  اوګده  شوه
سحر تیر شو ماښام تیر شو توره شپه شوه

انتقام  به  د  خپل  ځانه  درنه  اخلم
مراوره   درنه  ولې    محبوبه   شوه

ویښه خیاله زه هم ویخ درسره ناست یم
راته    وایه  دا   دې  څنکه   دلاسه  شوه

دا  ناڅاپه  راتلل ستا   خواږو   یادونو
خدایه خیر کړې زما نورا اندېښنه شوه

ما     ټوټې    ټوټې    نظر    ورپسې   لاړو 
 ستا تصویر مې چې لیدو نو مړا ډیوا شوه

 د خپل فکر دایرو کښې داسې بند دې
د  صادق څه بې  منطقه  عقیده  شوه