چې پکښې ګل د جانان زلفې سر ترسره نه شي
داسې سپرلي دې په ما هېڅکله د بره نه شي

څوک د ښائست مېرمن ترې شونډو له سرخي ورکوي
زما زړګې دې خالي چېرې د پرهره نه شي

د مرګه پس به واک د بل وي قول نه درکوم
په ژوند مې تګ، په تا قسم، چې د سنګره نه شي

چا وئيل سر څڼه کوي نن به ګودر له راځي
ورځم چې ځان ورته لوګې کړم د نظره نه شي

نه يم بخيل خو چې خبره د رقيب شي کله
څاڅکې مې سود پرې د خپل زړه د سمندره نه شي

څه په خوارو مې رسولې ده تر نيمې پورې
خدايه قيصه د مينې بيا راته د سره نه شي

زياؔر به په کوم مخ د خپل شعر د فن ذکر کوي
که ستا قيصه دغسې پاتې شي سندره نه شي