د يو مٌلا نه مى تپوس اوکړو
ما وى مٌلا صيبه جنت به څه وى
هغه په ګيډه لاس وهل وئيل ي
تازه ميوى او د شودو رودونه

خواه کښى کتاب ته يو طالب ناست وو
ما وى چى ته به پکښى څه اوواي
د زليخى کتاب ي بند غوندى کړو
وى ي خيسته حورى او شنه خالونه

شيخ د تسبو اميل په لاس ولاړ وو
پخپله ږيره کښى ي لاس وهلو
د پرى راودانګل نه داسى نه دا
ښکلى غلمان او جنتى سٌرونه

يو خان په لويه سجده پروت پاسيدو
ما وى چى خان کاکا ستا څه رائ دا
خپله شمله ي نيغول وئيل ي
د سرو او سپينو عنبرى کورونه

خوا کښى يو ستړئ سيليدو ولاړ وو
ما وى مزدوره ته جنت پيژنى
د خپل تندى خوله ي اوچه کړله
وئ چى مړه ګيډه خواږه خوبونه

يو ليونئى غوندى په لار تيريدو
ما وى چى يه فلسفى ته څه واي
خپل ببر سر ي ګروو وئيل ي
بس د انسان د خوشحالو خوبونه