موږ هم په نجيب هم پاچا خان پوري خندلي دي
موږ په نورو نه موږ تل په ځان پوري خندلي دي
څوک چې ګلستان غواړي
څوک چې ورک ارمان غواړي
څوک چې لوى کاروان غواړي
څوک چې تللى شان غواړي
څوک چې زما امان غواړي
موږ يې عقيده او په ايمان پوري خندلي دي
موږ په نورو نه موږ تل ځان پوري خندلي دي
چا چې د دې خلکو مخکي سر ايښى
چاچي سرو مرميوو ته ټټر ايښى
چاچي د افغان په ننګ خنجر ايښى
چاچي سر په سر کې د لښکر ايښى
چاچې په خيالونو کې اختر ايښى
موږ يې همېشه ځيري ګرېوان پوري خندلي دي
موږ په نورو نه موږ تل په ځان پوري خندلي دي
خاورې ټول ښارونه شول
ورک مو ګودرونه شول
ړنګ مو ټول يادونه شول
وران د بګړۍ ولونه شول
سم اباد قبرونه شول
تل مو د اغيار په خوله جانان پوري خندلي دي
موږ په نورو نه موږ تل په ځان پوري خندلي دي
چا چې زموږ له پاره ابادي غوښتې
چا چې دې وطن ته ارامي غوښتې
چاچې د دې خلکو نېکمرغي غوښتې
چاچي د فکرونو ازادي غوښتې
چاچي دې ولس ته سوکالي غوښتې
موږ يې په خبرو او داستان پوري خندلي
موږ په نورو نه موږ تل په ځان پوري خندلي دي
بس يو رانه اورو وخوړ
او يو رانه پردو وخوړ
يو رانه جګړو وخوړ
يو مو پېغورو وخوړ
بل سپورو قيصو وخوړ
موږ تل په ريښتني قهرمان پوري خندلي دي
موږ په نورو نه موږ تل په ځان پوري خندلي دي
0 Comments
Post a Comment