داسي وخت به راشي چه د خال قصه به ختمه وي
زلفې به ازادې وي د شال قصه به ختمه وي

عشق به دا د رسم زولنې پخپله ماتې کړي
دغه د بلۍ او د ديوال قصه به ختمه وي

بس يوه ډالۍ به وي د ميني ډک يو شوخ نظر
نور د لاس د نخښو او دسمال قصه به ختمه وي

پاڼو د کتاب کې د نازکو خمارو سترګو
ټوله د ثواب او د وبال قصه به ختمه وي

ورک به تصور وي د رقيب په مئينانو کې
داسې د ريبار او د دلال قصه به ختمه وي

دغه د شکونو او سوچونو نه پريشان ژوندون
نوره د جلال او د جمال قصه به ختمه وي

مینه به بېباکه شي رسوا به شي ښکاره به شي
دا د منتونو او دسوال قصه به ختمه وي