ته کافر يې زه کافر يم مسلمان په مونږ کې څوک دى
ته حيوان يې زه حيوان يم نو انسان په مونږ کې څوک دى
دې فتوو خو مو دا ښکلى وطن وران کړو لوټې لوټې
زه تباه يم ته تباه يې دا ودان په مونږ کې څوک دى
که د سيال سره ميدان کې لږ دې خپل حالت ته ځير شو
ته پرېوتى زه پرېوتى پهلوان په مونږ کې څوک دى
زه هم حورو پسې مړ يم ته هم غواړې سپينې حورې
زه ملک ته فرښته يې نو شيطان په مونږ کې څوک دى
اى د يو بابا اولاده يو وجود مو درې ټوټې شو
ته پښتون شوې زه افغان شوم دا پټان په مونږ کې څوک دى
له اوبو نه هم ارزانه تل زمونږ وينه بهيږي
ته هم من يې زه هم من يم نو ارزان په مونږ کې څوک دى
يوه اوښکه مونږ کې نشته چې دا بل اورونه مړه کړي
که ته اور يې زه " انګار" يم څراغان په مونږ کې څوک دى
0 Comments
Post a Comment