پۀ دې توره شپه خو غلۀ راځی منصوره
چه څوک نۀ راځی نو نۀ راځی منصوره
د خاموشو رويئو په سلطنت کښے
چه څوک غږ اوکړی نو مړۀ راځی منصوره
څوک د ښار پۀ فټ پاتونو اوده کیږی
چا له خوب په زنګانۀ راځی منصوره
دا ماړۀ ماړۀ شخوندونه هسي نه وی
ځنې خلقو له خواړۀ راځی منصوره
د لباس په خنداګانو ژوند چلیږی
دغه نۀ راځی نو څۀ راځی منصوره
مونږ د مرګ کومی کښے هم کوو شاډوله
مونږ له چل د ژوندانۀ راځی منصوره
د مقیش د ستارو پۀ لوپټه کښے
لیونئ جینئ پۀ غرۀ راځی منصوره
څۀ د ګرانو قافیو غزل ترے جوړ شو
نن ئے سترګو له ویختۀ راځی منصوره
پۀ مودو مو د احساس قتل ته پام شی
پۀ مودو مو پۀ چا زړۀ راځی منصوره
0 Comments
Post a Comment