له هغو سره به څه فکر د يار وي
چې ياران یې په هر لور هزار هزار وي
.
په آشنا پسې ويشتلی هم هغه وي
چې له نورې اشنايۍ یې استغفار وي
.
صبوري او قراري دې په ما زوم شي
که بې تا به مې يا صبر يا قرار وي
.
هر ژوندون د يار په وصل ښايسته وي
بې مينه که ژوندون وي، څه پکار وي؟
.
که د يار له لاسه اور په یار بلېږي
هغه اور وَ عاشقانو ته ګلزار وي
.
په يارۍ کې ازار نشته، خدای دې نه کا
که ذره به زما زړه له تا ازار وي
.
وَ هغو ته عاشق نه ويلی بويه
چې یې فکر يا د سر يا د دستار وي
.
ځای يې اور شي چې زُنار يې شي په غاړه
ولې نه چې ستا د زلفو زُناردار وي
.
ستا د زلفو زُناردار که په اور سوځي
هغه اور به هم رښتيا ستا د رخسار وي
.
هغه جونه به ليلا غوندې رسوا شي
چې رحمان غوندې مجنون يې په ديار وي
0 Comments
Post a Comment