ته چې خپله بې عقلي، هوښياري بولې
کاشکې بيا مومې د غوښتو په نرخ شولې
.
عشق يو داد دی، په عاشق باندې، له خدايه
هسې نه دی چې یې پېرې يا یې پرولې
.
زليخا غوندې به بله شيدا نه وي
که د مصر مستورې شي واړه ټولې
.
هغه بحر څه په بحر حساب نه دی
چې اوبه یې خاک آلوده وي خټولې
.
له هغو سره به څه فکر د يار وي
چې په غم وي د کاله يا د کهولې
.
عاشقي د خپل نغري په غاړه نه شي
څو په يار پسې وانۀ خلې ځلې ځولې
.
د وصال په نعمتونو غره مه شه
جدایۍ یې خلکې کړې په زړه زمولې
.
دُر ګوهر په تله نه دي چا تللي
د رحمان شعر ګوهر دی څه یې تولې
0 Comments
Post a Comment