په خوله راته د هر سړی پیغور شو چې ته لاړې
قــسم دے چې دا زړه می درنه تور شو چې ته لاړې

راوړی چی دی ماله په تحفه کښی وه دلبـره
په هـغا لوپټه می زړه ټکور شـو چې ته لاړې

زمــــا بې وسه ژوند ته دی او نه کتل راوان شویی
لمبه دی کـړمه بل راباندی اوور شو چې ته لاړې

زمــا په حال خبر نه یی چی څه په ما تیریږی
په ما باندی خو اوس د ځوانۍ زور شو چی ته لاړې

بغير لتانه ياره زندګى وه ډيره سخـته
صدفآ زمـونږ بل کلي کي کور شو چي ته لاړي