په سپکو نه يم په درانو ميئن يم
پښتون يم ځکه په پښتو ميئن يم

په خولا ترښه خلق مې نه خواښيږې
قربان قربان ځه په خواږو ميئن يم

نانا ځه ســوال نکــوم ولې وکړم
شّکر دې ښه په مزدورو ميئن يم

پرادۍ وطن دې که بنګلې شې نو څه
ځه خو په ړنګو کڼډوالو ميئن يم

ريباره ورشه چې ګودر ته درومې
لږې دې وکړي په نخرو ميئن يم

پاګلا چپ شه خوشالي ما غواړه
زړګيه ځه په انديښنو ميئن يم

ځکه ېي نسکم چې حرام دي شراب
کنې عمر خو په نشو ميئن يم