مه کوه نخرې وايه
واېه څه د وې واېه

حسن د ېوسف منم
عشق د ذلېخې وايه

بد چا سره مه کوه
هر چاته د خې وايه

زه ترې نه خوند اخلمه
ته راته ټپې وايه

اۓ په ما مېين ېې ته ؟
سم راته په خلې وايه

يار په نېمه شپه داسې
چرته رانه ځې وايه

مېنې نه منکر سړۓ
کوږ له عقېدې وايه

حال که يار ته واېې څوک
دۓ زرې زرې وايه

تا مشاله څه وېيل
شوم درته نېزدې وايه