هسې د انسان سترګې نهرې دي
هغه څه حسین ښکاري چې لرې دي

نن مې د عمرونو تنده ماته شوه
شونډې مې په خپلو وینو ترې دي

چېرته چې اخلاص په خروارونو دی
دا د پښتونخواه کندې کپرې دي

چاته چې احساس د محبت نه وي
هغه زړونه کاڼي دي کمرې دي

ستا د حسن ‌ذات یې سرچینه ګڼم
درد دی ، که سرور دی که سندرې دي

غر د اباسین مخې ته هیڅ نه وي
دا ډیرې وړې وړې خبرې دي