تنګ شومه زۀ هم د امن لاره چرته ګورمه
دا چې د وطن هر سوزېدلي غر ته ګورمه
ولې دا پۀ څۀ اخېر د کوم جرم سزا خورمه
زړۀ مې چوي پښتونه چې دې کوم پرهر ته ګورمه
داسې پۀ اعصابو مې راخور دے د جنګونو شور
خوب وينم اکثر او د چا وران کنډر ته ګورمه
شته پکښې د ژوند د تېرولو څۀ اثار کۀ نه
هسې پۀ شا شا دې پورې شوي ور ته ګورمه
خلق د سپوږمۍ پۀ لوري لاړل او مريخ ته ځي
زۀ لا د زخمي وجود د لر او بر ته ګورمه
تاته څۀ پټ پټ او پۀ غلا کتل مې داسې وي
دا لکه چې زۀ تندر نيولي نمر ته ګورمه
خلق دې د امن تصور لري پۀ زړونو کښې
زۀ خو هر يو زړۀ ساتم زۀ هر ځيګر ته ګورمه
0 Comments
Post a Comment