څړیکې درد د زړۀ ارمان کښې نه تۀ ګورې نه زۀ ګورم
سلګۍ اوښکې په باران کښې نه تۀ ګورې نه زۀ ګورم
په نازونو اداګانو مونږه تل زړګے بائیللې
د سیرت رنګ په جانان کښې نه تۀ ګورې نه زۀ ګورم
دا متل دے د پخوانه چې خپل بد د ؤولو مینځ وی
خطایانې په خپل ځان کښې نه تۀ ګورې نه زۀ ګورم
تش عیبونه راؤباسو کۀ په حق دی کۀ ناحقه
ښۀ خویونه په انسان کښې نه تۀ ګورې نه زۀ ګورم
نور په مونږه نۀ پوهېږو بس ثواب لره ئې لولو
خو د ژوند مقصد قرآن کښې نه تۀ ګورې نه زۀ ګورم
انا په دغه جنګ کښې ورور قاتل او ورور متقتول شو
دغه ظلم خپل ګرېوان کښې نه تۀ ګورې نه زۀ ګورم
چې د زرو سیلۍ راغله هر سړے ئې لېونے کړو
خو خپل ځان په دې تاوان کښې نه تۀ ګورې نه زۀ ګورم
0 Comments
Post a Comment