ستا په مينه کښې تسليم شو، د زړګي دا کيفيت و
ما تندې په خاورو کيښو، زما دغه حيثيت و

چې هر څومره ناقرار وم، تل دې فکر راسره و
ستا د حسن بندګي وه، که عادت که عبادت و

که نظر دې په ما نه وئ، زه له عشقه څه خبر وم
چې خپل غم دې راپېرزو کړو، دغه هم دې عنايت و

ستا په امر مې قيام ؤ، ستا ښائست ته مې سجده وه
ما پناه کړو ستا په حکم، چې مې څومره شخصيت و

که دوستۍ که دوشمنۍ وې، دا همه ستا په سبب وې
ستا په مينه مې جانانه، کله کړې مصلحت وو

که هر څومره وو کمزوري، د اخلاصه خالي نه وو
دا لفظونه مې طيبه، يو پيغام د محبت و