که ځان دی کړلو زمکه نو اسمان به درنه جوړ شی
د چا د سترګو تور به شی جانان به درنه جوړ شی
چی ټول عمر د نفس سره د جنګ په حال کښی تیر کړی
انسانه ! نو ایله چرته انسان به درنه جوړ شی
زړګیه د الفت سندری ډیری ډیری وایه
دا درد به دی خدائے ښه کړی او درمان به درنه جوړ شی
یه ځان له ځان له ناستو د حسرت پوکو کوونکو
پوکے پوکے رایو ځائے شۍ طوفان به درنه جوړ شی
په ګوته ځان څنډی او د سرو شونډو په ارمان ئی
د اور نه چی راتیر شی نو پیزوان به درنه جوړ شی
د وسپنی څپلۍ چی په غزل پسی زړی کړی
شاکره نو شاګرد چرته د ګران به درنه جوړ شی
0 Comments
Post a Comment