اوس خو ازاد دي کۀ مې ښکلي خاورې نولي په سر
دا هغه ښکلي دي چې ما وو خېژولي په سر
دلته به څنګه څوک د چا نه پناه مومي د سر
دلته د ويرې نه هر چا دي لاس نيولي په سر
نن هم هغه ښکلي لګيا دي په ما سر ګرځوي
هغه چې ما وو تل په مينه ګرځولي په سر
څوک چې زما د پاره يو رقيب رټلې نه شي
اخلم د ټول کلي بدي د هغه ښکلي په سر
ئې مې له درده بې خبر څۀ به ئې وکړې احساس
هغه چې تا دي اوريدلي ما زغملي په سر
کۀ سر دې ښکته کړو نو پوئې شه چې دې څټ ماتوي
کۀ سر دې پورته کړو خبر شه سم دې ولي په سر
ځکه حالات هم اوس زما په پښو کښې سر غوړوي
ما د حالاتو ګوزارونه دي خوړلي په سر
څو چې په خپل کلي کښې وم نو بس يو کلي وومه
اوس د هر کلي شوم چې وامې خيستل کلي په سر
ور غاړه ووځه قريشي! د پيښې تېښته نشته
بدل به نه شي کوم حالات چې دي راغلي په سر
0 Comments
Post a Comment