ته چې مانه حيا وکړې، نو د ځانه حيا راشي
ياره داسې ادا وکړې، د حيا نه حيا راشي

ته مې دومره ډېر په ناز کړې، بل څه بل څه رانه ساز کړې
داسې چارې په ما وکړې، شم حېرانه حيا راشي

چې دا ستا سترګو کښې ورک شم، نو په خپل نظر کښې سپک شم
دغه بله بلا وکړې، د ارمانه حيا راشي

څومره مينې مې ګټلي، څومره زړونه مې بائللي
که حساب د وفا وکړې، د تاوانه حيا راشي

چې خپل رنځ ته فکر وکړم، زړۀ طيبه په څه ښه کړم
هسې لوبې نو چا وکړې، د خفګانه حيا راشي