ته وائې يار خبره مه کوه ښه ! نه ئې کوم
د خپل اختيار خبره مه کوه ښه ! نه ئې کوم
که دا د جبر خاموشي دې زړۀ هم و پړسوي
خو د اظهار خبره مه کوه ښه ! نه ئې کوم
هيله به نۀ کړي چې دا توره اوږده شپه تېره شي
د سپين سهار خبره مه کوه ښه ! نه ئې کوم
هرې ادا ته په اقرار باندې سر ټيټ ونيسه
لا د انکار خبره مه کوه ښه ! نه ئې کوم
جامونه واړوه په سر د بې حسۍ د نشې
د بل خمار خبره مه کوه ښه ! نه ئې کوم
چا ته منطور نه دي طيبه منصوري خويونه
نوره د دار خبره مه کوه ښه ! نه ئې کوم
0 Comments
Post a Comment