ستا د کمېټۍ ممبران ټول په غم ککړ شه
مونږ خو روژه ونيوله ته د غمه مړ شه

خلکو خو مياشت وليده عکسونه ئې را سينډ کړۀ
ته دغلته هسې په دوربين پسې چمبړ شه

مياشت پکښې په دريمه ورځې ښکاري نو په دې څه
ټرک نه دې شي لاندې دا دوربين خو دې چقړ شه

دوه ويشت کسه مونږ درته ګواه کړو ته څټ کوږ کړی
نه منې زمونږ خبره ځه نو بس چيچړ شه

ته چه چرته مياشت ګورې نو هلته نمر راخيژي
ورک دې په لمنه د اسمان کښې دغه چړ شه

چا هم چه روژه کړله د قصدا ګډه وډه
دا ده د خالص دعا په خيټه کښې ئې دړ شه