که مازيګر در باندې دغسې تمام شي د غم
چا ته به حال د زړګي وائې چې ماښام شي د غم
دا د دردونو ډک بيمار زړه چې سينه کښې لری
لا به قرار نه وي چې بيا به ورته پام شي د غم
که مې د زغم د زوره ووځي نو خمار به نه شي
ساقي نيمګړې به دې واړه انتظام شي د غم
د اميدونو نظر بيا دا ستا په در پريوزي
د وخت په سترګو کښې زرغون ورته پېغام شي د غم
خلاصه قيصه ده خو که يو ځلې را ودې کتل
باور لرمه چې هم دغه به انجام شي د غم
دا سلسلې د ازمېښتونو د جانان د مينې
طيبه! ځکه خو لازم ئې احترام شي د غم
0 Comments
Post a Comment