ناګهان یې مخ ښکاره کړ، بیا یې پټ کړ
په خندا یې دا ویل چې جلې جلې
ما وې چېرته به وي کان د خوږو قندو
شاه وَ لب ته اشاره کړه دلې دلې
چې دې خوله له ما غوښته وتا له مې درکړه
دا چې بیا له ما ګيلې کړې ولې ولې؟
همېشه پسې جارووځه، شها غواړه
که دې پښې د طلب نه دي شلې شلې
بیا د عشق دریاب راُوخوت چلې چلې
عاشقان په کښې لاهو شو بلې بلې
زه خوشحال به بل د یار برابر نه کړم
په جهان که ښيسته ډېر شې ډلې ډلې
0 Comments
Post a Comment