څه ښکلې شپه ده چې د مخ کتاب دې خور پروت دی
خم ته مې ډډه لګولې جام نسکور پروت دی
په تا مې هم د خپلې تورې مينې سپين نه ليدل
په ما دې هم ياره د سپينې مينې تور پروت دی
نيازبين شهيد مې د پښتون غرۀ په سينه ځليږي
ستا په دفتر کښې که د بل شهيد انځور پروت دی
چې د زړې خاموشۍ نوې شور دې واؤريد که نۀ؟
رقيبه خوا کښې مې تړلې سړي خور پروت دی
څربو شېخانو! د جومات د دروازې نه نهر
يو وږې تږې ماشوم غېږه کښې د مور پروت دی
خوشبختي دا ده چې جنت جنت وطن لرمه
بد بختي دا ده چې د کار سړی مې کور پروت دی
لکه چې بيا دې عندليبه! کجاوه تړلې
لکه چې ،، څو ژونده مزل،، دې په سر نور پروت دی
0 Comments
Post a Comment