غم می د یار ګران دی ما د خوبه ویخوی۔
بس سوچ می د جانان دی ما د خوبه ویخوی۔
کنډر کور کښ د یری نه سوک خوب نشی کولی۔
زما هم زړګی وران دی ما د خوبه ویخوی۔
جانان په ژړا راغی زه وده ومه بی غمه۔
ولاړ راته حیران دی ما د خوبه ویخوی۔
کچه کوټه زما ده په شیبو باران رازی تری۔
دشمن راته اسمان دی ما د خوبه ویخوی۔
چی یو نظر می بیا د یار دیدن اوکړی په مینه۔
بس دغه می ارمان دی ما د خوبه ویخوی۔
د دی نه مخکښ ما سره خو داسی شوی نه وو۔
دا سه رنګه انسان دی ما د خوبه ویخوی۔
په ناز می جانان راغی او په خوا کښ می ولاړ دی۔
په پوزه یی پیزوان دی ما د خوبه ویخوی۔
بیګاه می خوب کښ یار لیدو چی ماله دی راغلی۔
بیا زی رانه روان دی ما د خوبه ویخوی۔
د خوبه ویخولو تزکرو کښ یار ګویا شو۔
زما خو پاګل جان دی ما د خوبه ویخوی۔
0 Comments
Post a Comment