زه که هر سومره په هوش یم خو بیخوش یم۔
زه مدام د یار په مینه کښی مد هوش یم۔

یار زمانه اوس هیڅوک اغیستی نه شی۔
زه راغلی د یار مینه کښی په جوش یم۔

سوک خبر د مینی راز نه زمونګ نه دی۔
زه د خپلی مینی خلقو نه راز پوش یم۔

بس دی نور جانان پریدمه بی وفا دی۔
اوس راغلی د یار مینه کښی په هوش یم۔

دا د یار په یو نظر باندی نشه شوم۔
چی حرام دی زه به سنګه شراب نوش یم۔

تا خو یاره حد په ما د ظلم اوکړو۔
زما سومره حوصله ده چی خاموش یم۔

زه پاګل د یار پسی په کډو ګرزم۔
محبت کښی د اشنا خانه بدوش یم۔