په زړه مي د نازونو انګارونه ږدي او ځي
دا څوک ده چي په دي قبر ګلونه ږدي او ځي
څه مینه دا منزل څه دخالاتو مجبوري ده
جنون مي په سکروټکو قدمونه ږدي او ځي
یادونه ي زما دا زړه تر کوره پوري راشي
دخیال په دیوالونو مي لاسونه ږدي او ځي
دسترګو په جامونو کي محفل ته شراب راوړي
په وچو وچو شونډو مي پاړونه ږدي او ځي
دا دي غرونو ده دغه ګړنګونو نه به لویږي
چي سوک دا لیونو په پلونو پلونه ږدي او ځي
که نن نه وي سبا به دا وفا لاري رڼي شي
مئین چي پري دا زړونو مشالونه ږدي او ځي
0 Comments
Post a Comment