زه هماغسې ماشوم وى
چــې ډوډۍ ته مې پپاوې او خوږو ته مې ممۍ
زه هماغــسې ماشــــــــوم وى، زما بيله واى نړۍ
شــــــګو برج مې جوړولاى ژرمـې بــيرته ورانـــــــولاى
بيا خــفه ورپسي ومـه، بـيـا وهـلې مــــې سلګۍ
زه هماغــسې ماشــــــوم وى، زما بيله واى نړۍ
ټــول هـمـزولـي ټـوليدلاى پــټ پــټونــي مـــو کـــولاى
ســــره ګـــډوډ لـــوبــيـدلاى،يـوهلک ،يوه جلۍ
زه هماغـسې ماشــــــــوم وى،زمابيله واى نړۍ
پـــه ژړا فـــــريــاد ورتـلــــمـــه خلکو مخکې ودرېدمه
داســې ويلې مې دادا ته،مانه ورکه ده ګوډۍ
زه هماغــسې ماشــــــوم وى،زمابيله واى نړۍ
مورمې هر وخت پاکولم بــيا يې غيږ کې کلک نيولم
راته يې بار،بار دا ويلې، شم له تانه سپيلنۍ
زه هماغــسې ماشـــــــوم وى،زمابيله واى نړۍ
يــو وړوکى خوږيآڼى وى وم چـــې وږى ژړنـى وى
ښـــه په ناز مې دا ويـلى ،راته راکړه يوه مړۍ
زه هماغــسې ماشـــــوم وى،زمابيله واى نړۍ
0 Comments
Post a Comment