څه محبت څه انتظار يې کوو.
زړه چې د کار و نو څه کار يې کوو

مينې د چا خبره نه منله .
د خپل اختيار وه خپل اختيار يې کوو

د محبت خونه چې ورانه، نه وه. 
هر سړے ښه و څه روزګار يې کوو

ساده مئينو پټه څه پېژنده. 
که بغاوت و خو په جار يې کوو

درد د پرهر ائينه و څنډله .
لکه سپرلے چې وي سينګار يې کوو

څړيکې زما د زخم زړۀ ته کتل
زړۀ يې بې واره و خو وار يې کوو

ستا د ښائست د بڼ د باده لوګے
زما چې ياد شي نو شغار يې کوو

ستا د قامت قيصه مې هېره نه ده
څه هنګامه وه، څه ناتار يې کوو

په غږ او غوږ چې پابندي وه سره
يو څو مارغان وو چې چغار يې کوو

د هر يزيد په لاس د هر بيعته
زما ياران وو چې انکار يې کوو

دا به صابر و ښه ده پوهه شومه .
چې خوب يې نه و انتظار يې کوو.