ستا د راتلو پورې تلوار پکې بيخي نه کېدو
د هجر شپه وه انتظار پکې بيخي نه کېدو

زمونږ تر منځه د ګومان څه وسوسې وې موجود؟
چې مو د زړونو نه اقرار پکې بيخې نه کېدو

مونږ د نفرت پداسې ښار کې زندګي وکړه چې؛
د محبت په نوم اظهار پکې بيخې نه کېدو

ستا د وعدو، د ماتيدو نه پس زرې ، زرې شوم
خو بس، د زړه نه مې ازار پکې بيخي نه کېدو

ژونده! د چا په لټون دومره لرې تللى ومه،،
چې د ماضي د ورځو شمار پکې بيخي نه کېدو

د صبريدو مې زړه ته ډېر اووى تسل خټکه!
ليونۍ مينه وه انکار پکې بيخي نه کېدو