ټولي دنیا ته مي دیو سړي صفت کړي دي 
ماپه یو څو ورځو کي څومره محبت کړي دي

زه دا دي ښار دنفرتونو دا دبوتانو دشمن 
ما په دي ښار کي دمئینو امامت کړي دي

دا دي کوڅو نه صبریده زما دا وسه نه وه 
ګني یارانو راته هر وخت نصیخت کړي دي

ما دهر ګوټ سره دیار دسترګو ذکر کړي 
ما دا شرابو په نشه کي عبادت کړي دي

هغه چي زه ﺉ دا ښائیست په صفت نه مړیږم
هغه سړي زما په هر ځاي کي غیبت کړي دي

ستا دیادونو دا سپرلي ګلونه نه هیره وي
ګني نو ما خپلو زخمونو ته مینت کړي دي

دا ملا زو دملامتو ﺉ ساتلي یمه 
زما احساس زما په هر ځي کي عزت کړي دي

دا ډیرو ښکولو دښائیست ثنا دي وي ”” صابره ““
خو په غزل کي دي دا یو سړي صفت کړي دي