ستا لیوني یم انتظار مي کوه دربه شمه 
زه لا ژوندي یم انتظار مي کوه دربه شمه

دلته پردي ښار دا پرادو خلکو دا نه زړه کلي 
دلته پردي یم انتظار مي کوه دربه شمه

لا خو زما په زړه کي مینه زړه شوي نه ده 
لا خو زلمي یم انتظار مي کوه دربه شمه

چي ستا کوڅه یي همیشه دژوند جنت ګڼلي 
هغه سړي یم انتظار مي کوه دربه شمه

دا پردي ښار مسافري مي صبر خوري”” صابره “
په زړه نري یم انتظار مي کوه دربه شمه