تا چه زما د حال خبر ونٔه وی
ما درته چری خپل نظر ونٔه وی

ما د احساس د زړه ازار وانٔه خست
ما د ضمیر قاتل ته نر ونٔه وې

ستا د نظر سره مې وپالَله
د زړه پرهر ته مې پرهر ونٔه وې

ستا د لستوڼی په خنجر پوهه ووم 
ما درته ځکه د زړه سر ونٔه وې

د جوند د حسن د احساس سندری
مونګ د کوم کوم دار په سر ونٔه وې

ستا د قامت په تاتره مې قسم 
د هجر شپې ته مې سحر ونٔه وې

د دیدن تندی د حلاتو رقیب 
کوم وخت سلام زمونږ په در ونٔه وې