د زړه درده لېونی شوې که نه
زما صابره ته سړی شوې که نه

تا د الفت معجزه نه منله
زه چې لمبه شوم ته لوګی شوې که نه

د محبت ګرمي دې ولیدله
په یخو واورو کې خولې شوې که نه

ما چې د زړه د رڼا رنګ ورکړو
د انتظار لارې رڼې شوې که نه

ما درته وې چې سترګې مه توروه
د خلقو سترګې درپسې شوې که نه

نوے الزام راباندې ولګوه
زړې خبرې خو زړې شوې کنه

د بڼو سوري ته مې کښېنولې
صابره سترګې دې مړې شوې که نه