نن مې د زړه اندېښنه بل رنګې ده
داسې ښکارېږي کیسه بل رنګې ده
چا جوړې بل گلشن ته اور ورته که
سپرلي راوړې وږمه بل رنګې ده
له خپله ځانه سېوا هېڅ نه ویني
د ښکلو خلکو نشه بل رنګې ده
د کتابونو دښمنان ډېرېږي
په جهالت کښ مزه بل رنګې ده
زاهده ستا د کوټګۍ نه بهر
لږ خو راؤوځه نقشه بل رنګې ده
څوک چې یې څومره سموي ورانېږي
پښتون ته پېښه لانجه بل رنګې ده
اسراره هسې نه چې ورک شې پکښي
د دې دنیا دا مېله بل رنګې ده
0 Comments
Post a Comment