زړه به ستا له جوره ظلمه په څو ځان وړى
غم د درد به دى تر کومه په دى شان وړى

ما دا هسى رنګ هندو ليدلئ نه وو
چى په حٌسن دين و زړه د مسلمان وړى

هغه لاس چى دى کوتاه دئ تر لمنى
هر زمان ي په ډير غم کښى تر ګريوان وړى

چى دى زړه په ما هغه حکم فرمان کړه
ځما زړه به ستا د هر حکم فرمان وړى

ذ وفا خصلت چى خدائ نه دئ ورکړئ
څوک به څه لره په ښکليو دا ګمان وړى

د زړه مينه ي په ښکلو ماته نه کړه
خوار خوشحال به د دنيا نه دا ارمان وړى