ستړی ستومانه چي دا کاره رازم
تا یادومه چي په لاره رازم
دا ارمانونو پنډ په سر راوړمه
کور ته چي هرماښام دښاره رازم
دکلي ډیري لاري ډیري کوڅي
په دي کوڅه دچا دپاره رازم
داپرهرونو جامي واغوندمه
چي په سپرلي کي دګلزاره رازم
څه نوي غم نوي سودا راوړمه
چي دخالاتو دبازاره رازم
دمیخاني دروازه مه بند وي
یارانو ځه به دروزګاره رازم
0 Comments
Post a Comment