اوس خو دي کله کله هیر هم کړمه
اوس مي زړه کله کله کار نه کوي
دا زماني هوا بدله شوله
څوک په قسم باندي اعتبار نه کوي
داسي دا یو بله ماړه شو خلک
څوک دا یو بل سره روزګار نه کوي
اوس په دنیا پوري زړه نه تړمه
اوس مي دنیا ته زړه ازار نه کوي
خداﺉ خبر څوک به څه مانا ورکوي
سړي دا دي غمه اظهار نه کوي
لکه چي بیا هغه تصویر جوړوم
” صابره “بیا مي ګوتي کار نه کوي
0 Comments
Post a Comment