جانانه تا د زړه دننه چى له ور ساتمه
بيا ولى لارى د راتلو دى په نظر ساتمه
زه ي خايست غواړمه ته امن غلام ګنړى خپل
ته ي خنجر لاندى ساتى زه په ځيګر ساتمه
په دشت دمينى کښى يوه اونه وم نه ښکاريږى
تا به پخپل سورى ساتم ځان به په نمر ساتمه
ځما انکار نه ويره مکړه زه منکر به نشم
ستا الزامونه ستا دپاره پخپل سر ساتمه
مونږه چى يو ارمان لرو او يوه ژبه لرو
زه به په زړه کښى څه رنګ بريد د لر وبر ساتمه
اقدار بدل شو ګرانه دومره وم بدلون نه منم
لا زنګ وهلى نه دى دا د مينى زر ساتمه
0 Comments
Post a Comment