یار بنړو باندی ویشتل کوی خونریز دی۔
زه پختو وایم جانان می سم انګریز دی۔

که خندا وی که ژړا که شرارت وی۔
هر انداز می د جانان حیرت انګیز دی۔

خوشحالی زما ژوندون کښ زکه نیشته۔
په زړګی کښ هر ارمان می ریز مریز دی۔

چی سوک ګوتی ورله وړی نو زخمی کیی یی۔
زما یار نه دی سم بوټی دا کاریز دی۔

زه خبر شوم چی په یار کښی مینه نیشته۔
بس دی نور زما د مینی نه پرهیز دی۔

ما پاګل له جانان نه رازی د کوره۔
لګولی مور او پلار په یار بندیز دی۔