ما به لار ورتا خودله ، خو چه کوم کار به ي وران کړو
ما وي ښه شوى چه مسلم شوى، له دوزخه دي بچ ځان کړو

کله وخت چه د مانځه شو، يو جومات له مي روان کړو
چا څپلى کړى ترينه پټي ؛ دا غريب ي پريشان کړو

ما وى ځه زړي څپلى وى، لګ او لګ مي په امان کړو
ورتا وامي خيستى نوري ؛ ما خپل ځان پکي تاوان کړو

هغه هم چا ترينه يو ړى، زما يار ي سر ګردان کړو
بيا مي نوري ورتا راوړى ، ما پوره داده ارمان کړو

ما وى مخي تا څپلى ګده، ښه مي پوي په ټول بيان کړو
يوه ورځ چي د جمعي وه، را روان مي دغه ځوان کړو

ده څپلى مخي تا کيښوى ، عبادت ي د سبحان کړو
په سجده ي ټنډه کيښوه، چا په نخښه دا انسان کړو

هغه نوي ي تري يو ړى ، د زړو څپلو ي خان کړو
راتا ي وي څه هيندو ښه يم، ژوند مي نور هم ځان تا ګران کړو

لکـــه خدى تا قبول نه ووـ غلو خو ځکه په لړزان کړو
بيرتا لاړو خپل مندرتا ، ګل نظيره چا پيښمان کړو