غربت چې چرته کښې خیران ډېر ؤ
هلته د زهرو یو دوکان ډېر ؤ

بار د غمونو یې اوچت نۀ کړو
هغه سړے چې پهلوان ډېر ؤ

ستا د لټون قیصه اسانه شوه
ماله بس یو د پل نشان ډېر ؤ

د بلاګانو ضرورت نۀ ؤ
دلته انسان لره انسان ډېر ؤ

غربته څومره دې پۀ منډه کړم
ماله خو یو موټے اسمان ډېر ؤ

د خپله لاسه ې جدا کړه لار
پۀ څۀ خبره پریشان ډېر ؤ

سر مې بائیلۀ کۀ مې جانان بائیلۀ
زما پۀ دواړو کښې تاوان ډېر ؤ

د یو شتمن د خودکشۍ د پاره
د یو غریب سړي ګریوان ډېر ؤ

زما پۀ خیال کۀ زۀ غلط نۀ یم
دې ماتو زړونو له درمان ډېر ؤ