تا خوندي کړي دي بلها خکلي مخونه خاوري
ته په قلنګ کي همیشه اخلي لعلونه خاوري

دا سپین سړے زما د تور مخ پسي چغي وهي
له تانه جوړ یو خو بدل مو دي رنګونه خاوري

ستا په سینه کي دي پراته بلها بلها شهیدان
تا به لیدلي وي بلها بلها جنګونه، خاوري

زه درته نن د ماشومانو جنازي سپارمه
ته امانت ځان سره کیږده دا ګلونه خاوري

درمانه زه خو د خپل ځان په معنه اوس پوهه شوم
خلقو عبث کړل په یو بل پسي ځانونه خاوري